ads

بادغيس كې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

په بادغيس ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لس طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
8 زمری 1396
بادغيس كې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

په بادغيس ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لس طالبان وژل شوي دي.
د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالحليم کليد ته وويل، نښته د يادې ولسوالۍ د زوريانو په کلي كې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو د سيمه ييز پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته كړه، چې په وژل شوو طالبانو کې د طالب جان په نوم د دې ډلې يو قوماندان هم شامل دى.
د بالامرغاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په خبره، په دې جګړه كې د ملي اردو يو سرتېري هم وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA