143
۸ زمری ۱۳۹۶
لیکونکی: حسیب الله نوري

چاپ؛ د ظرفیت نشت که فساد؟

که څه هم په افغانستان کې د چاپ صنعت په تېرو ۱۵ کلونو کې ډېر پرمختګ کړی، خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله هم په افغانستان کې شته چاپخونې د پوهنې وزارت د اړتیا وړ کتابونه چې د دغه وزارت په معیارونو برابر وي، نه شي چاپولای.
له بل لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پوهنې وزارت په چارواکو تور لګوي چې دغه وزارت په بهرنیو هېوادونو کې د کتابونو د چاپ قراردادونه ځکه کوي، څو دوی ته د فساد زمینه برابره شي، خو د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تورونه بې بنسټه بولي او وایي، قراردادونه د تدارکاتو قانون مطابق د ازادو سیالیو له لارې ترسره کېږي او هغه چا ته ورکول کېږي چې ښه کیفیت او ټیټه بيه وړاندې کړي.
اخوا د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دغه وزارت په تېره یوه نیمـه لسـیــزه کــې شـاوخـوا ۲۰۰ ميلیونه ټوکه کتابونه چاپ کړي، خو له دوی سره دا معلومات نشته چې د دغه شمېر کتابونو څومره په بهر او څومره په افغانستان کې چاپ شوي دي. همدارنګه د دغه وزارت چارواکي دا معلومات هم نه لري چې د پوهنې وزارت په کلنۍ توګه د څومره کتابونو د چاپ اړتیا لري، خو وایي سږ کال د پوهنې وزارت له ۴۹ تر ۵۶ ميلیونه کتابونو ته اړتيا لري او د دغه کتابونو قراردادونه به هغه کمپنیو ته ورکول کېږي چې وکولای شي، په لږ وخت او لوړ کیفیت سره د پوهنې وزارت لپاره کتابونه چاپ کړای شي.
دا مهال د چاپ صنعت له ټولنې سره شاوخوا ۱۵۰ چاپخونې ثبت دي چې له دې ډلې ۱۲۰ چاپخونې فعالې او پاتې نورې غیر فعالې دي.
خو د دغه ټولنې مرستیال ډاکتر اجمل عازم د پوهنې وزارت د ادعاوو په خلاف وايي، افغان چاپخونې کولای شي، په کور دننه د پوهنې او نورو وزارتونو اړوند کتابونه او مواد په ښه کیفیت او مناسبې بيې چاپ کړي.

په کور دننه د چاپ صنعت
په داسې حال کې چې د چاپ صنعت ټولنې غړي وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰ فعالې چاپخونې موجودې دي، خو د پوهنې وزارت چارواکي ادعا کوي چې افغان چاپخونې لا هم ددې وړتیا نه لري چې د پوهنې وزارت د اړتیا وړ کتابونه او نور مواد چاپ کړای شي.
د پوهنې وزارت د خپرونو رییس محمد کبیر حقمل وايي: ((په لنډ مهال کې امکان نشته چې په کور دننه چاپخونې د پوهنې وزارت اړتیاوې پوره کړي، خو په اوږد مهال کی یې امکان شته.))
حقمل زياتوي، لا هم افغانستان د چاپ په برخه کې د اړتيا وړ ظرفيتونه نه لري: ((ظرفیتونه هغه وخت جوړېدای شي چې دوی ته قراردادونه ورکړل شي.)) د حقمل په خبره د پوهنې وزارت د چاپخونو همکار دی او چاپخونې هم باید په داسې کیفيت سره کتابونه چاپ کړي چې دغه وزارت مجبور نه کړي، په بهرنیو هېوادونو کې له نورو چاپخونو سره قراردادونه لاسلیک کړي.
د نوموړي په خبره لا هم افغان چاپخونې نه شي کولای، له بهرنیو چاپخونو سره سيالي وکړي: ((یوه یا دوې داسې کمپنۍ شاید ولرو چې هغه د سیمې په کچه دي، خو نورو کمپنیو تر دې مهاله یوازې بروشرونه، اخبارونه، وزیټکارتونه او ډير ابتدایي کتابونه چاپ کړي دي، خو هغه کتابونه چې د پوهنې وزارت په معیارونو او شرايطو برابر وي، دوی يې نه شي چاپولای.))
که څه هم د پوهنې وزارت دا نه مني چې افغان چاپخونې د دغه وزارت د اړتیا وړ توکو د چاپ توان لري، خو د چاپ صنعت ټولنې مرستیال ډاکتر اجمل عازم وایي، د افغانستان کورنۍ چاپخونې ددې وړتیا لري چې د پوهنې وزارت د اړتیا وړ کتابونه او نور مواد چاپ کړای شي: ((که د پوهنې وزارت افغان چاپخونو ته قراردادونه ورکړي، د ۷ میاشتو په اوږدو کې به دوی وکولای شي چې ۷۰ ميلیونه کتابونه د دغه وزارت لپاره چاپ کړي.)) عازم په کورنیو چاپخونو کې د ظرفیتونو د شتون خبره کوي: ((په افغانستان کې چې کوم کتابونه چاپېږي، کیفیت یې له هغه کتابونو سره برابر دی چې په اروپایې هېوادونو کې چاپېږي.))

د چاپ د صنعتکارانو ګيلې
د کابل ښار د چاپخونو خاوندان وایي، که څه هم په په کور دننه چاپخونې د پوهنې او نورو وزارتونو لپاره د کتابونو او نورو موادو د چاپ توان لري، خو وزارتونه دوی ته قراردادونه نه ورکوي. د وایګل مطبعې مسوول صفي الله ناصري وايي: ((د تدارکاتو د کمېټې په جوړېدو سره د قراردادونو پروسه نه یوازې دا چې اسانه شوې نه ده، بلکې پېچلې شوې هم ده، د صنعت په برخه کې چې کومې ژمنې شوې وې، یوه هم نه ده عملي شوې.)) د نوموړي په خبره، د پوهنې وزارت د قراردادونو په برخه کې غیر عادلانه وېش او داسې نورې ستونزې هغه څه دي چې د صنعتکارانو کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
له بل لوري د عازم چاپخونې مسوول ډاکتر اجمل عازم هم د ناصري د خبرو په تایید وایي: ((په افغانستان کې چاپخونې د پوهنې او نورو وزارتونو د کتابونو د چاپ وړتیا لري، خو یاد وزارتونه له دوی سره قراردادونه نه کوي.))
عازم زیاتــوي، پــه افغــان چاپـخـونـو کــې اوس مهـال ظرفیتونه موجود دي او کولای شي چې د پوهنې وزارت ته په ستندرد برابر کتابونه چاپ کړي: ((په افغانستان کې چې کوم کتابونه چاپېږي، کیفیت یې له هغه کتابونو سره برابر دی چې په اروپایي هېوادونو کې چاپېږي.)) نوموړي وویل، د افغانستان په ډېرو چاپخونو کې د چاپ له هغه ماشینونو استفاده کېږي چې د نړۍ په ډېرو پرمخ تللو هېوادونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
عازم زیاتوي، د پوهنې وزارت غوښتنه دا ده چې دوی ته باید ټول کتابونه په څلورو میاشتو کې چاپ شي: ((موږ د پوهنې وزارت ته وایو چې ستاسو لپاره کتابونه چاپوو، خو څومره وخت چې تاسې يې ورته ټاکئ ستونزمنه ده او که يې په نورو هېوادونو کې هم چاپوﺉ په دومره وخت کې ستونزمنه ده چې افغانستان ته يې راورسوﺉ.))
خو د پوهنې وزارت د خپرونو رییس محمد کبیر حقمل کلید ته وویل، د پوهنې وزارت ټول قرادادونه د تدارکاتو د کمسیون د قوانینو مطابق ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي او هغـه کمـپنــۍ چــې د پـوهنې وزارت ته ښه کیفیت او ټيټه بيه وړاندې کړي، ګټونکې اعلانېږي او قراردادونه ورسره کېږي.

د فساد ادعا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، د پوهنې او لوړو زدهکړو په وزارتونو کې د فساد شتون د دې سبب شوی چې د ښوونځيو د زدهکوونکو او پوهنتون د محصلینو او استادانو لپاره کتابونه له افغانستان څخه بهر چاپ شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر شاه مومند وایي: ((پوهنې وزارت ځکه بهرنیو کمپنیو ته د کتابونو د چاپ قراردادونه ورکوي، څو د دوی لپاره د فساد زمېنه برابره شي.))
خو د پوهنې وزارت د خپرونو رییس محمد کبیر حقمل په دغه وزارت کې د فساد د شتون خبره ردوي او وايي: ((د پوهنې وزارت ټول قرادادونه د تدارکاتو قانون مطابق ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي او هغه کمپنۍ چې ښه کیفیت او ټیټ قیمت وړاندې کړي قرارداد ورکول کېږي.))
کبیر حقمل وایي، اوس د پوهنې وزارت په یوه طرحه کار کوي، څو څرګنده کړي چې په افغانستان کې شته هره مطبعه د څومره کتابونو د چاپ وړتیا لري: ((لومړی معلومات راټولېږي، وروسته د پوهنې وزارت د (USAID) سره په همکارۍ پرې څیړنه کوي، څو په افغانستان کې د چاپي مطبعو د چاپ وړتیا وارزول شي چې یادې مطبعې په ۲۴ ساعتونو کې څومره کتابونه چاپولای شي.)) نوموړی زياتوي، کله يې چې دا معلومات وموندل، د چاپ لړۍبه تدريجي کړي او هرې مطبعې ته به د دوی له توان سره سم مواد ورکړي، کله چې هغه مواد چاپېږي، له هغه وروسته به بیا دوی ته نوي مواد ورکوي: ((دا کار به ددې سبب شي چې هم د دوی کار دوامداره وي او هم به د پوهنې وزارت په بهرنیو هېوادونو کې د کتابونو له چاپ څخه خلاص شي.))

کتاب پلورنځي
په دې وروستیو کې په کابل ښار او د هېواد په يو شمېر نورو ولایتونو کې یو شمېر کتاب پلورنځي جوړ شوي دي چې له دغه ډلې یو هم اکسوس کتاب پلورنځی دی.
د دغه کتاب پلورنځي مسوول خالد خان حیدري وايي، په اکسوس کتاب پلورنځي کې موجود زیات شمېر کتابونه د افغانستان چاپ دي، د دوی په خبره یوازې یو کم شمېر کتابونه چې په نورو هېوادونو کې تالیف شوي. د دوی پلورنځي ته له بهرنیو هېوادونو راوړل شوي دي: ((اکسوس کې ډېری کتابونه په افغانستان کې د وایګل چاپخونې په مرسته چاپېږي.)) دغه کتاب پلورنځی په عصري ډول جوړ شوی دی او پکې شاوخوا لس زره کتابونه د پلور لپاره اېښودل شوي دي: ((موږ له خپل کار څخه راضي یو او زموږ پلورنځي ته د هېواد د یو شمېر سیاسیونو په ګډون ډېر کسان چې اکثریت یې پیغلې او ځوانان تشکیلوي، د کتابونو د رانیولو لپاره مراجعه کوي.)) د حیدري په خبره، اوس له ځوانانو سره د مطالعې مینه زیاته شوې ده او لیکوالان او ژباړونکي باید داسې کتابونه د ټولنې لپاره وړاندې کړي چې د مثبت تفکر د پیدا کېدو سبب شي: ((ټولنه مو اوس په رواني او سیاسي برخو کې کتابونو ته اړتيا لري چې باید په دې برخه کې ډېر کار وشي.))
اکسوس کتاب پلورنځی په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې هم خپل حساب او پاڼه لري او له دې لارې خپلو مينه والو ته تازه چاپ شوي کتابونه وړاندې کوي: ((موږ خپلو مشتريانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په هدف په فېسبوک کې یوه پاڼه جوړه کړې ده او دوی کولای شي د خپلې خوښې کتابونه د همدغه پاڼې له لارې وغواړي، زموږ ګرځنده ټیم یې په ۲۴ ساعتونو کې د دوی تر کارځای او یا هم کور پورې رسوي.))

په خامو توکو لوړه ماليه
که څه هم حکومت په صنعتي او توليدي کاروبارونو د ماليې د ټيټولو خبرې کوي، خو د چاپخونو مسوولین د چاپ په خامو توکو د مالیې او محصول له زیاتوالي سر ټکوي. د چاپ صنعت ټولنې مرستیال ډاکتر اجمل عازم وایي: ((کله چې افغانستان ته یو کتاب راوړل کېږي، په هغه هېڅ مالیه نشته، خو که یو سوداګر وغواړي چې د همدغه کتاب خام مواد افغانستان ته راوړي، په هغه باندې د مالیې او ګمرکي محصول تر څنګ له اړوندو کمپنیو د هر کتاب د چاپ او هر کارکوونکي په سر مالیه اخیستل کیږي.)) د نوموړي په خبره دا ددې سبب شوي دي چې چاپخونې له سيالۍ ولوېږي او ونه شي کولای د صنعت په برخه کې لازم پرمختګ وکړي.
عازم وویل، په تېرو څو کلونو کې د مالیو او محصول د زیاتوالي له کبله د شاوخوا ۳۰ چاپخونو فعالیتونه درېدلي دي: ((زموږ له ټولنې سره ۱۵۰ چاپخونې ثبت دي چې له دغه ډلې له ۲۰ تر ۳۰ چاپخونو فعالیتونه درېدلي دي او علت یې هم د مالیو او محصول لوړوالی دی.))
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي بیا وایي، حکومت په هغه موادو چې په افغانستان کې تولېدیږي ۲۵٪ مالیه لوړه کړې ده: ((ټول خام توکي چې افغانستان ته راوړل کېږي، ماليه يې له ۸٪ څخه ۱٪ ته راټيټه شوې ده.))
د قوقندي په خبره، هغه توکي چې په کور دننه توليدېږي حکومت يې په ۲۵٪ لوړه بیه اخلي، څو کورنی صنعت پرمختګ وکړي: ((حکومت د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره حمایوي پروګرامونه لري.)) د قوقندي په خبره، دوی په یوه داسې طرحه کار کوي چې په هغې سره به د پانګوالو ستونزې تر ډېره راکمې او لا به وهڅول شي: ((په یوه داسې طرحه کار کوو چې د هغې له مخې هغه کسان چې نوې پانګونه کوي، دوی ته ځمکه او د درېیو کلونو لپاره له مالیاتو معاف کېږي.))

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *