وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ كې دوه ملكي وګړي وژلي دي.
د بادغيس د والي وياند ظاهر بهاند كليد ته وويل، طالبانو نن سهار د قادس ولسوالۍ د نواباد كلي د ملي پيوستون شورا د رئيس عثمان په ګډون دوه تنه د قادس – قلعه نو لارې په اوږدو كې په ډزو ووژل.
د بهاند په وينا، طالبانو دغه كسان له دولت سره د همكارۍ په تور وژلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ