ads

مه کوه په چا چې وبه شي په تا

که څه هم پاکستان په ځلونو د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو له لوري په دغه هېواد کې په لاسوهنې تورن شوی او دا څرګنده ده چې اسلام اباد په افغانستان کې د وسله والو ډلو د ملاتړ له لارې تل لاسوهنه کړې او اوس هم دغه چارې ته دوام ورکوي، خو دا ځل خپله د دغه هېواد د مرکزي اسمبلۍ غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او نوموړي ټينګار کړی تر هغې چې پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ ضمانت ور نه کړي تر هغې به پاکستان هم د سولې او ثبات مخ ونه ويني.

نویسنده: sarwan
7 زمری 1396
مه کوه په چا چې وبه شي په تا

که څه هم پاکستان په ځلونو د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو له لوري په دغه هېواد کې په لاسوهنې تورن شوی او دا څرګنده ده چې اسلام اباد په افغانستان کې د وسله والو ډلو د ملاتړ له لارې تل لاسوهنه کړې او اوس هم دغه چارې ته دوام ورکوي، خو دا ځل خپله د دغه هېواد د مرکزي اسمبلۍ غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او نوموړي ټينګار کړی تر هغې چې پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ ضمانت ور نه کړي تر هغې به پاکستان هم د سولې او ثبات مخ ونه ويني.
اڅکزي دغه راز په کوټه کې خبري ناستې ته په خبرو کې خبرداری ورکړی چې که پاکستان په سيمه او افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې ونه کړي، نو د چين او پاکستان د اقتصادي لارې پروژه به هم بريالۍ نه شي.
د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي او د پښتونخوا ګوند مشر محمودخان اڅکزي زياته کړې، په پاکستان کې د مېشتو قومونو د ګډ فدراسيون او په سيمه او افغانستان کې د سولې لپاره پکار ده چې په پاکستان کې دموکراسي دوام وکړي.
محمود خان اڅکزي په سيمه کې وروستيو تروريستي پېښو ته په اشارې وویل چې پاکستان اوس هم په اسيا کې يو پرمختللى هېواد جوړېداى شي، خو شرط دا دى چې دلته به امنيت وي، وايي که امنيت نه وي، نه يوازې به د چين- پاکستان اقتصادي لاره جوړه نه شي، بلکې پاکستان به نور په ستونزو کې ښکېل شي: ((هر ډول چې وي پاکستان به له افغانستان سره د سولې فضا جوړوي، که نه وي يوه وړه تېروتنه به موږ له داسې بحران سره مخامخ کړي چې بيا به يې موږ سنبال نه کړو، موږ په هېڅ ډول په دې سيمه کې جګړه نه شو زغملاى، په جلال اباد کې د لوى بم، د بمونو مور غورځول زه د پاکستان لپاره خبردارى ګڼم چې که چا په غارونو کې څه پټ ساتلي وي موږ يې تباه کولاى شو.))
اڅکزي د پخوا په څېر پر پاکستان ټينګار وکړ چې له افغانستان سره خپلې اړيکې سمې کړي او په افغانستان کې لاسوهنه پاى ته ورسوي، وايي که نه وي پاکستان به له سختو بحرانونو سره مخامخ شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د مرکزي پارلمان د غړي يا يوه چارواکي له لوري خپله پر دې اعتراف کېږي چې پاکستان په افغانستان کې د وسله والو ډلو د ملاتړ له لارې لاسوهنه کوي او دلته نیابتي جګړې جاري ساتي، بلکې په امريکا کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني هم په څو څو ځله پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي.
نوموړي په خپله وروستۍ مقاله کې ليکلي: ((سره له‎ دې چې ویل کېږي طالبان د افغانستان پر ۴۰ فیصده خاورې واکمن دي، خو د طالبانو مشران په پاکستان کې له خوندي پناه ځایونو عملیات کوي.)) نوموړي ټيڼګار کړی چې په افغانستان کې د امریکا په پالیسۍ کې باید د جمهور رييس ټرمپ له‎ خوا پر پاکستان لا سخت فشار شامل وي.
مقاله زیاتوي، د ۲۰۰۱میلادي کال د سپټمبر له ۱۱مې نېټې څخه د امریکا هڅې په‎دې بریالۍ نه ‎شوې چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه راوګرځوي نو جمهور رييس ټرمپ باید اوس پر یوې بلې لارې غور وکړي.
نیویارک ټایمز د حسین حقاني له قوله لیکي چې امریکايي چارواکو ته دا اسانه کار نه ‎دی چې په سمه توګه پاکستان مطالعه کړي.
پاکستان ته په ځلونو دغه خبرداري ورکړل شوي دي چې که نورو ته کوهي کني، يوه ورځ به همدې کوهي ته دوی هم لوېږي، خو تر دې مهاله د پاکستان پوځ او استخباراتو چې په دغه هېواد کې ډېر واک لري، په افغانستان کې له لاسوهنې لاس نه دی اخیستی. مګر په دغه هېواد کې وروستۍ ناامنۍ او بريدونه څرګندوي چې دغه هېواد د هماغه څه پر لور ور روان دی چې د دوی يو شمېر سياسي څېرې يې وېره لري او يو شمېر چارواکي يې هم خبرداری ورکوي.
پاکستان د خپلو غلطو سياستونو له کبله په وروستیو کې د نړۍ له لوري هم د منزوي کېدو په لور روان دی او دغه راز په دغه هېواد کې د ننه د ناامنیو زياتېدل هم پاکستان ته ډېر زيان ور اړولی شي. پاکستان له چين سره د ګوادر اقتصادي لارې لويه پروژه لري چې ملياردونه ډالره ارزښت لري او که دغه پروژه نه عملي کېږي، پاکستان له اقتصادي اړخه ستر زيان لیدلای شي. له همدې کبله پاکستان ته ښايي چې د سيمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د بې ثباته کولو له هڅو لاس واخلي او پرېږدي چې سيمه د پرمختګ پړاوونه ووهي، که نه هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به هم د نړۍ د زبرځواکونو يا هم وسله والو ترهګرو ډلو له خوا کنډو کپر شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA