ads

ميدان وردکو کې د ۱۲ تجارتي مالونو له ډکو موټرو د قاچاق مخنيوی شوی

د ميدان وردک ولايت امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې يې ۱۲ عرادې مازدا ډوله موټرو کې چې تجارتي مالونه په کې بار و او د هېواد له لوېديځه کابل ته د شپې له تيارې په ګټې اخيستنې په قاچاقي ډول لېږدول کېدل نيولي دي.

نویسنده: sarwan
5 زمری 1396

له ميدان وردکو ولايت څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت امنيتي ځواکونو ۱۲ عرادې مازدا ډوله موټرو کې چې تجارتي مالونه په کې بار و او د هېواد له لوېديځه کابل ته په قاچاقي ډول لېږدول کېدل، په ميدان وردکو ولايت کې نيول شوي او د ګمرکونو رياست ته تسليم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د تجارتي اموالو د ماليې د نه ورکړې لپاره د هېواد په لوېديځ کې تجارتي مالونه قاچاق کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA