امنيتي چارواکي وايي، د لوګر ولايت په برکي برک او خروار ولسواليو کې د دولت څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لوګر ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د دې ولايت د برکي برک ولسوالۍ په برکي راجان سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د دولت دوه مخالف وسله وال وژل شوي.
خبر پاڼه زياتوي، ياد وژل شوي د دولت وسله وال مخالفين د ملا بشير د ډلې نورالرحمن د امان الله زوی او فضل الرحيم د غلام زامن دي.
په خبر پاڼه کې د يو بل خبر له مخې راغلي، چې وړمه ورځ د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ په بلو خېلو سيمه کې هم د دولت دوه وسله وال مخالفين په خپل ماين چاودنه کې وژل شوي دي.
د دولت مخالفو وسله والو تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.