ads

د فراه د شېبکوه ولسوال له خپلو پنځو تنو کارکوونکو سره وژل شوی

د فراه ولايت د شيبكوه ولسوالۍ ولسوال عبدالرحيم حيدري له خپلو پنځو كسانو سره د سړك غاړې ماين چاودنې له كبله وژل شوى دى.

نویسنده: sarwan
4 زمری 1396
د فراه د شېبکوه ولسوال له خپلو پنځو تنو کارکوونکو سره وژل شوی

د فراه ولايت د شيبكوه ولسوالۍ ولسوال عبدالرحيم حيدري له خپلو پنځو كسانو سره د سړك غاړې ماين چاودنې له كبله وژل شوى دى.
د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد ته وويل، دا پېښه تېر مازديګر د شيبکوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ولسوال د ولايت د مرکز په لور روان و.
د مهري په خبره، پر ولسوال سربېره د پېښې په پنځو نورو وژل شويو كسانو د ولسوال زوى، د شيبكوه ولسوالۍ جنايي امر او د ولسوال درې ساتونکي شامل دي.
د فراه د والي وياند وايي، چې دغه ماين د حکومت د وسله والو مخالفينو لخوا ښخ شوى و.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA