په خوست کې د ماين پاکۍ موسسې (له ملکيانو سره د اقتصادي مرستو پروګرام) له لارې په دې ولايت كې د وروستۍ پېښې له قرباني شويو پنځو کورنيو سره د دوو دوو لنګو غواګانو مرسته وکړه او همدارنګه يې دوو کسانو ته د هغوى په کليو کې د پرچون دوکانونه جوړ کړل.
له مرسته ترلاسه کوونکو يې ځينې پرې راضي دي، خو ځينې يې بيا د نورو مرستو غوښتنه کوي.
د روژې په لومړۍ خوست کې موټر بم بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، چې د پېښې له ملکي قربانيانو سره د همدې موسسې له لوري بېړنۍ مرسته شوې وه او اوس يې د ژوند د ښه کېدو په هدف اقتصادي مرسته هم ترلاسه کړه.