ads

د پکتيکا په ارګون کې د اداري او حسابدارۍ انسټيټیوټ پرانیستل شو‬

د پکتیکا ولایت تر مرکز ښرنې وروسته د دې ولایت په اورګون ولسوالۍ کې هم د اداري اوحسابدارۍ انسټیټیوټ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

نویسنده: sarwan
3 زمری 1396
د پکتيکا په ارګون کې د اداري او حسابدارۍ انسټيټیوټ پرانیستل شو‬

د پکتیکا ولایت تر مرکز ښرنې وروسته د دې ولایت په اورګون ولسوالۍ کې هم د اداري اوحسابدارۍ انسټیټیوټ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
په نوموړي انسټيټيوټ کې به ټول هغه کسان جذبېږي، چې له دولسم ټولګي فارغ شوي وي او غواړي لوړې زده کړې وکړي.
د پکتیکا ولایت د تخنیکي اومسلکي زده کړو امرشېراحمد اندړ په دې اړه وويل، چې یاد مرکز له دولسم ټولګي نه فارغ زده کوونکي په دیارلسم ټولګي کې مني او په راتلونکي کال کې غواړي څلور نورې څانګې هم په ارګون ولسوالۍ کې فعاله کړي.
اندړ وايي یاد انسټيټيوټ د اوس لپاره لیلیه او کمپیوټر لېب نه لري، خو هڅې یې روانې دي تر څو یې زده کوونکي له دغو اسانتیاوو هم برخه من شي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي، چې دغه انسټيټوټ د ۱۶۰ تنو زده کوونکو د جذب ظرفیت لري او درسونه یې هم په روانه مياشت کې پیل شوي دي.
وحدت د پکتیکا لپاره دا یوه لویه لاسته راوړنه بولي او زیاتوي چې له نوموړي انسټيټوټ څخه به هر کال ۱۶۰ تنه محصلین فارغېږي او له هغه وروسته به کوم کسان چې غواړي نورې زده کړې هم وکړي، د ازادې ازموینې له لارې په خپله رشته کې لوړې زده کړې کوي.
والي له پوهنې وزارت څخه مننه کوي چې د پوهنې په برخه کې یې پکتیکا ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې.
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مرستیال عبدالرحیم اسحاقزی هم وايي، چې له دې وړاندې یې هم په مرکز او ځينو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټونه او د زراعت کثیرالرشتوي لېسه پرانیستې او غواړي په راتلونکي کې هم په نورو ولسوالیو کې دې ته ورته تعليمي مرکزونه پرانیزي.
د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا منشي عزیز عزیزهم وویل، چې د ارګون او شاخوا نهو ولسوالیو خلک له بې وزلۍ او بد اقتصادي حالت سره مخ دي، چې له کبله یې ډېری ځوانان نه شي کولای لوړې زده کړې وکړي.
عزیز له لوړو زده کړو وزارته غوښتنه کوي، چې ارګون زون ته دې د پوهنتون څانګه هم ورکړي، تر څو یې ځوانان په اسانۍ سره پر کم لګښت لوړې زده کړې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د پکتیکا ولایت په پوهنتون کې د (زراعت او تعلم او تربیې) په یوازينۍ دوو پوهنځیو کې شاوخوا درې زره محصلین زده کړې کوي چې ټول یې نارینه دي، خو پکتیکاوال غوښتنه کوي، چې دې ولایت ته دې نورې پوهنځۍ هم منظورې شي، تر څو د پکتیکا او څنګلورو ولایتونو ولسونه وکولای شي په اسانۍ او له کم لګښت سره د خوښې وړ پوهنځي کې زده کړې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA