د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د ځانمرګي بريد له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد پرون له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د لاهور ښار په فېروز پور سيمه کې شوى دى.
رپوټونه وايي، چې د دغه ځانمرګي بريد له كبله د نهو پوليسو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ټپيان دي.
ويل کېږي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.
د بريد مسووليت پاكستاني طالبانو پر غاړه اخيستى.
د دوى وياند محمد خراساني ويلي، ځانمرګى بريد پر موټر سايكل سپاره فدا حسين سواتي کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ