راتلونكې اونۍ په كندهار كې د ټاپي پروژې په اړه لوى كنفرانس جوړېږي، چې لوړپوړي چارواكي به په كې برخه واخلي.
د کندهار ولايت مقام څخه كليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې کنفرانس کې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبيعي ګازو د لېږد پروژې يا ټاپي د اهميت او د خلکو د همکارۍ جلبولو په اړه خبرې په پام کې دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، ولايتي اداره هيله لري، چې د ټاپي پروژې د عملي چارو ژر تر ژره پيل به په کندهار ښار کې د عامه تاسيساتو رغونې ته لاره هواره کړي.
ټاکل شوې په افغانستان کې د يادې پروژې عملي چارې په ۲۰۱۸ ميلادي کال كې پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ