ads

د افغانستان د كركټ الف لوبډله لوبو لپاره جنوبي افريقا ته لاړه

د افغانستان د كركټ الف لوبډله د هند او جنوبي افريقا الف د لوبډلو په وړاندې د درې اړخيزو سياليو د ترسره کولو لپاره جنوبي افريقا ته لاړه.

نویسنده: sarwan
2 زمری 1396
د افغانستان د كركټ الف لوبډله لوبو لپاره جنوبي افريقا ته لاړه

د افغانستان د كركټ الف لوبډله د هند او جنوبي افريقا الف د لوبډلو په وړاندې د درې اړخيزو سياليو د ترسره کولو لپاره جنوبي افريقا ته لاړه.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، چې ملي الف لوبډلې په راتلونكو سياليو کې د اغېزناک ګډون لپاره په کابل کې هراړخيز تمرينونه ترسره کړل.
د سرچينې په وينا، لال چند سيتارام راجپوت له لوبډلې سره د مشر روزونکي، رئيس احمدزى د مرستيال روزونکي او روح الله تره خېل د مدير په توګه په دغه سفر کې ملتيا کوي.
افغانستان به د هند او جنوبي افريقا لوبډلو سره دوې – دوې سيالۍ وكړي، چې د جولاى په ۲۶مه، ۳۰مه او د اګسټ په لومړۍ او پنځمې نېټې دي.
دا به لومړى ځل وي، چې د افغانستان د كركټ الف لوبډله تر سريلانکا او زمبابوې وروسته د هند او جنوبي افريقا له الف لوبډلو سره سيالۍ کوي.
په دې افغان لوبډله كې شفيق الله شفق، جاوېد احمدي، عثمان غني، احسان جنت، ناصر جمال، رحمت شاه، يونس احمدزى، فريد ملک، نجيب ځدراڼ، افسر ځاځى، کريم جنت، محمد يمين، نواز خان او څو نور لوبغاړي شامل دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA