ads

جمهور رئيس غني تروريزم په افغانستان كې د بهرنيو ګرځندويانو په وړاندې خنډ وباله

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان کولای شي، چې د تروريزم د شر له ختمولو وروسته په راتلونكې كې د کال له دوو تر پنځو ميليونو بهرني ګرځندويان ولري.

نویسنده: sarwan
1 زمری 1396
جمهور رئيس غني تروريزم په افغانستان كې د بهرنيو ګرځندويانو په وړاندې خنډ وباله

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، افغانستان کولای شي، چې د تروريزم د شر له ختمولو وروسته په راتلونكې كې د کال له دوو تر پنځو ميليونو بهرني ګرځندويان ولري.
نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ كې د توريزم په وړاندې د تروريزم د ګواښونو په اړه علمي او تحقيقي سيمينار كې وكړې.
جمهور رئيس غني زياته كړه، افغانستان لکه څنګه چې زرګونه کلونه د فکر، فرهنګ او تمدن د انتقال او اتصال يو لوی مرکز و، په راتلونكې کې هم دغه رول لرلای شي او دې هدف ته په رسېدو کې لکه څومره، چې تروريزم خنډونه جوړوي او تاوان پېښوي، هغومره توريزم موثر دی او ګټور ثابتېږي.
د هغه په وينا، توريزم، چې په نړۍ کې د عوايدو او کاروبار او دغه راز د ولسونو او ملتونو ترمنځ د ښو اړيکو د ايجاد لويه ذريعه ده، د افغانستان لپاره، چې په تاريخي، طبيعي او کلتوري لحاظ يې جذابيتونه خورا زيات دي، ډېر اهميت لرلای شي.
افغانستان د ښکلي طبيعت، تاريخي اثارو او ابداتو په لرلو سره د ګرځندوی او نړۍ ليدنې په برخه کې ځانګړی ځای لري، خو په هېواد كې روانې جګړې او ناامنۍ افغانستان ته د نړۍ د سيلانيانو د راتګ مخنيوى كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA