ads

بيدار: د فارياب د كوهستان ولسوالۍ مركز نه دى سقوط شوى

د فارياب چارواكي د وسله والو طالبانو په لاس د دې ولايت د كوهستان ولسوالۍ د مركز سقوط ردوي، خو وايي، چې دغې ډلې د يادې ولسوالۍ څو كلي له امنيتي ځواكونو نيولي دي.

نویسنده: sarwan
1 زمری 1396
بيدار: د فارياب د كوهستان ولسوالۍ مركز نه دى سقوط شوى

د فارياب چارواكي د وسله والو طالبانو په لاس د دې ولايت د كوهستان ولسوالۍ د مركز سقوط ردوي، خو وايي، چې دغې ډلې د يادې ولسوالۍ څو كلي له امنيتي ځواكونو نيولي دي.
د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار نن سهار كليد ته وويل، چې د غفلت او د ولسي پاڅون كوونكو د شاتګ له كبله ځينې سيمې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
نوموړي زياته كړه، چې امنيتي ځواكونه به څو ساعته وروسته د له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په هدف هوايي عمليات پيل كړي.
تر دې مخكې د فارياب امنيتي چارواكو رسنيو ته ويلي و، چې وسله والو طالبانو د يوه يرغليز بريد په ترڅ کې د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش نيولى او شاوخوا ٢٠٠ دولتي ځواکونه د ولسوالۍ په خيراباد کلي کې کلابند دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د کوهستان مرکز لولاش، امنيه قومانداني او د ولسوالۍ يو شمېر امنيتي پوستې يې نيولي، لسګونه دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه كړي دي.
د يو بل خبر له مخې، د غور چارواکي وايي، چې د دغه ولايت تيوره ولسوالي نن سهار د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA