ads

هلمند كې بهرنيو ځواكونو د افغان سرتېرو پر پوستو هوايي بريدونه کړي

بهرنيو ځواكونو په هلمند ولايت كې د افغان امنيتي ځواكونو پر پوستو هوايي بريدونه كړي دي.
يوې باوري امنيتي سرچينې كليد ته وويل، تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې بهرنيو ځواكونو د ګرشك ولسوالۍ په اب پاشك سيمه كې د افغان امنيتي سرتېرو پر يو شمېر پوستو هوايي بريدونه كړي، چې په پايله كې يې د امنيتي پوستو د دوو قوماندانانو محمد ولي او ناصر په ګډون ۱۵ افغان پوليس وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
31 چنګاښ 1396

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم دا مني، چې په ياده سيمه كې د افغان سرتېرو پر پوستو هوايي بريدونه شوي، خو په وينا يې، دا لا څرګنده نه ده، چې دغه هوايي بريدونه د افغان او كه د بهرنيو ځواكونو له لوري ترسره شوي دي.
ځواک زياته كړه، کره معلومات نه لري، چې په دې هوايي بريدونو كې څو پوليس وژل شوي، خو په خبره يې، سيمې ته پلاوى استول شوى دی.
دا په هلمند کې لومړی ځل نه دی، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا افغان سرتېري په نښه کېږي.
تر دې مخكې هم څو ځله په دې ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د هوايي بريدونو په مهال يو شمېر افغان سرتېري وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA