په هرات کې امنیتي چارواکي وایي، چې د امنیتي ځواکونو او د حکومت مخالفې وسله والې ډلې تر منځ په نښته کې درې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيې قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه هغه مهال را منځته شوه، چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت د چشت شریف ولسوالۍ اړوند د ارویج په سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او یو تن ټپي شوی هم دی.
د خبرپاڼې له مخې په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته هېچ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.