ads

د پکتيا کرکټ لوبډله د الکوزي – سيد جمال الدين جام سياليو اتله شوه

د پکتيا کرکټ لوبډلې د الکوزي – سيد جمال الدين جام سياليو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري له شاوخوا لسو ورځو راپدېخوا په ننګرهار او خوست ولايتونو کې د لسو لومړۍ درجې لوبډلو ترمنځ پيل شوې سيالۍ تېره ورځ د پکتيا لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

نویسنده: sarwan
31 چنګاښ 1396

په پايلوبه کې د کابل او پکتيا كركټ لوبډلې سره مخامخ شوې.
پکتيا په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ۲۳۴ منډو هدف وټاکه.
د کابل کرکټ لوبډلې هڅه وکړه، چې ياد هدف ته ځان ورسوي، خو په ۲۵ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۹۰ منډې جوړې کړې.
په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري غوره لوبغاړو او لوبډلو ته نغدي جايزې او کپونه ووېشل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA