ads

د بلخ په چمتال کې لسګونه کورنیو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي

د بلخ په چمتال کې د روانې جګړې دوام لسګونه کورنیو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د بارګاه او امام صاحب کلي اوسېدونکي له کلید سره په خبرو کې وايي، چې د طالب وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، خو د بلخ امنیتي چارواکي بیا دا خبرې بې اساسه بولي.

نویسنده: sarwan
31 چنګاښ 1396

د چمتال اوسېدونکي ادعا کوي، چې په جګړه کې یې لسګونه درمندونه، کښت او کر یې زیانمن شوي دي او په زیاته کچه خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.
خو بل لور ته د بلخ د پولیسو ویاند بیا وايي، چې د چمتال ولسوالۍ په یاده سیمه کې نظامي عملیات روان دي او خلکو ته په کې هېڅ زیان نه دی اوښتی.
د بلخ د پولیسو ویاند شېرجان دراني کلید سره په خبرو کې د سیمه يیزو خلکو ادعاوې رد کړې او زیاته یې کړه، چې ځینې خلک په دروغو شکایتونه کوي.
د دراني په وینا دمګړۍ په یادو سیمو کې نظامي عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې د دولت مخالف وسله والو ته درانه تلفات واړوي.
د بلخ د پولیسو ویاند وویل، چې طالب اورپکي په مخامخ جګړه کې پاتې راغلي او اوس په لارو کې چاودېدونکي توکي او ماینونه خښوي.
د پولیس ویاند د بلخ د چمتال ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ماین له کبله ځايي خلکو ته د احتمالي مرګ ژوبلې خبر نه ردوي؛ خو ټينګار کوي، چې پولیس په کراره عملیات ترسره کوي.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې کابو یوه میاشت کېږي، چې په دوامداره شکل چاڼیز عملیات روان دي.
په دغه موده کې لسګونه کورنیو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي او له خپلې سیمې کډوال شوي دي.
د بلخ د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو ریاست د چمتال د کډوالو شمېر په تقریبي ډول لسګونه کورنۍ په ګوته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA