په خوست ولايت کې د کبډي څلور ورځنۍ لوبې پيل شوې.
مسوولين وايي، په دې لوبو کې تر پنځوسو پورې لوبغاړي لوبېږي، چې په څلورو لوبډلو وېشل شوي دي.
د کبډي روانو سياليو مالي لګښت د خصوصي ادارو له لوري وركول كېږي.
د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ وايي، چې له يادو سياليو يې هدف په دغه ولايت کې د کبډي د لوبې پياوړي کول دي.
عزيز ملنګ زياتوي، روان لمريز کال به د کبډي ملي لوبډلې ته درې نور لوبغاړي هم ورکړي، چې خوست به په دې سره په ملي لوبډله کې شپږ لوبغاړي ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ