د اروزګان سرپرست امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي وايي، چې د خنجر اووه په نوم روانو عملياتو كې يې د څو قوماندانانو په ګډون لسګونه وسله وال طالبان وژلي او يو شمېر سيمې يې ترې نيولې دي.
صديقي كليد ته وويل، دغه عمليات يې د نورو په پرتله ښه دي او تر هغې به دوام ولري، چې د ترينکوټ او ولسواليو ټولې سيمې د طالبانو له شتونه پاكې كړي.
بلخوا هغه سرتېري، چې پر خنجر اووه عملياتو کي بوخت دي وايي، چې تر وروستۍ سلګۍ به د هېواد ساتنه كوي.
دوى دغه دنده پر ځان فرض ګڼي او په خبره يې، تر هغې به جنګېږي، چې په تن کې يې يو څاڅکی وينه وي.
دغه سرتېري د ولس همکاري غواړي او زياتوي، که ولس همداسې همکار پاتې شي، نو د ترينکوټ ټولې ناامنه سيمې به امن شي او ټولې سيمې به له وسله والو طالبانو بېرته ونيسي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ