ads

په ننګرهار کې د نجونو د ښوونځي يو ښوونکی وژل شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د نجونو د يوې لېسې ښوونکی د لمانځه پرمهال په ډزو وژلی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 چنګاښ 1396
په ننګرهار کې د نجونو د ښوونځي يو ښوونکی وژل شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د نجونو د يوې لېسې ښوونکی د لمانځه پرمهال په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د شولانې په سيمه کې نا معلومو دوو مخ پټو وسله والو د ميرانو بانډې د انجونو د ښوونځي ښوونکي صاحب الحق په ډزو سره وژلی دی.
سرچينه وايي، وژل شوي کس لسګونه کلونه ښوونکي و او له هيچا سره يې شخصي دښمني نه درلوده.
چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو ته يې دنده سپارلې ترڅو ددغې پيښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
تر اوسه پورې ددغه ښوونکي د وژنې د پړې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA