ads

سرور دانش: د ژغورنې ټلواله سياسي او حقوقي منطق نه لري

د جمهور رييس دويم مرستيال سرور دانش په حکومت کې د اپوزيسيون جوړېدل د نظام د کمزوري کېدو سبب وباله.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 چنګاښ 1396
سرور دانش: د ژغورنې ټلواله سياسي او حقوقي منطق نه لري

د جمهور رييس دويم مرستيال سرور دانش په حکومت کې د اپوزيسيون جوړېدل د نظام د کمزوري کېدو سبب وباله.
دانش دا خبرې د جمعې په ورځ په دايکندي کې وکړې.
د نوموړي اشاره د جمهور رييس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم، د اجرايه رياست دويم مرستيال محمد محقق، د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني او د بلخ والي عطامحمد نور ټلوالې ته ده چې څه مهال مخکې يې د ترکيې په انقره کې اعلان کړه.
دانش دغه راز ټينګار وکړ چې د افغانستان د ژغورنې ټلواله حقوقي او سياسي منطق هم نه لري.
سرور دانش دا ټلواله د ملي يووالي حکومت د کمزوري کولو په مانا بولي.
دی وايي، افغان حکومت سره له دې چې له “ترهګرو” سره په جګړه بوخت دی، له ځينې داسې حرکتونو سره هم لاس ګريوان دي چې موخه يې د نظام کمزوري کول دي.
تر اوسه دې ټلوالې د جمهور رييس د دويم مرستيال د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA