فغانستان په سينګاپور کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره په ټاکنيزو سياليو کې پرله پسې خپله څلورمه لوبه هم وګټله
د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ماليزيا لوبډلې ته په لسو ويکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه ماليزيا وګټله او خپله يې توپوهنه پيل کړه چې د ۲۲،۲ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۵۸ منډې جوړې کړې.
د افغان نولس کلنو له لوري مجيب ځدراڼ ۶، طارق ستانکزي ۲، وفادار مومند او يوسف ځاځي يو يو لوبغاړي وسوځول.
خو افغان لوبډلې وکولی شو چې ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره په ۵،۴ اور کې پوره کړي چې دروېش رسولي ۳۸ او نويد عبيد ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او ماليزيا لوبډلې ته يې په ۱۰ ويکټو ماتې ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړي مجيب ځدراڼ چې د مقابلې لوبډلې ۶ لوبغاړي يې وسوځول، وټاکل شو.
له دې مخکې افغانستان نيپال، سينګاپور او ماليزيا ته ماتې ورکړې وې.
د يادولو ده چې افغانستان د ۱۹کلنو نړیوال جام ته لاره موندلې ده او اوس يوازې په دې سياليو کې خپلې لوبې بشپړوي.