ads

لوګر کې وسله والو د جمهور رييس غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځولی

د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې د جمهور رييس محمد اشرف غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځولى دى.

نویسنده: sarwan
29 چنګاښ 1396
لوګر کې وسله والو د جمهور رييس غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځولی

د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې د جمهور رييس محمد اشرف غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځولى دى.
د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزی وايي، چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې د محمد اغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د جمهور رييس غني د پلار د تره زوى حاکم عبدالغفور خان قبر په بمونو الوځولى دى.
هغه وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې له دې کار څخه د وسله والو طالبانو موخه څه وه خو قبر په بشپړه توګه له منځه تللى دى.
د سرخ اب سيمې قومي مشر عيسي خان هم ياده پېښه تاييد کړه اويې ويل چې د اړوندې موضوع په اړه دوى طالبانو ته ورغلي وو.
د محمداغې ولسوال محمد رحيم امين هم وويل چې د جمهور رييس محمد اشرف غني د پلار د تره زوى قبر په بمونو الوځول شوى دى.
هغه وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د لوګر د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ياده هديره کې د جمهور رييس د پلار ترڅنګ د کورنۍ نور غړي هم خښ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA