ads

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه کړي

د هلمند پر ګرشک ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه پيل کړي.
په هلمند کې يوه امنيتي سرچينه وايي، چې وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهيسې پر ګرشک ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

نویسنده: sarwan
29 چنګاښ 1396
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه کړي

د هلمند پر ګرشک ولسوالۍ وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه پيل کړي.
په هلمند کې يوه امنيتي سرچينه وايي، چې وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهيسې پر ګرشک ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
هغه وايي، وسله والو طالبانو لومړى درې د موټر بم بريدونه وکړل او له هغه وروسته يې جګړه پيل کړه.
سرچينه وايي چې اوسمهال د اب پاشک، ده ادم خان او دشت سيمو له لوري د وسله والو طالبانو بريدونه د ګرشک پر مرکز روان دي. چې مرګ ژوبله هم لري.
د ګرشک ولسوال محمد سليم لودي هم ياده جګړه تاييدوي، خو وايي له دې وړاندې، چې ياد شوي ټانګونه موخې ته ورسېږي د الوتکو له خوا ويشتل شوي دي.
د ولسوال په خبره، سهار مهال افغان هوايي ځواکونو بريدونه پيل کړي چې له کبله يې د جګړې شدت کم شوى دى.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA