ads

د روښنايي غورځنګ د قربانيانو کورنيو لويې څارنوالۍ کې له خپلو مشرانو شکايت کړی

د روښنايي غورځنګ د تېر کال د زمري د دويمې د خونړۍ پېښې د قربانيانو کورنيو د دې غورځنګ د مشرانو په خلاف په لويه څارنوالۍ کې شکايت ثبت کړی دی.

نویسنده: sarwan
29 چنګاښ 1396
د روښنايي غورځنګ د قربانيانو کورنيو لويې څارنوالۍ کې له خپلو مشرانو شکايت کړی

د روښنايي غورځنګ د تېر کال د زمري د دويمې د خونړۍ پېښې د قربانيانو کورنيو د دې غورځنګ د مشرانو په خلاف په لويه څارنوالۍ کې شکايت ثبت کړی دی.
د تېر کال د لاريون د خونړۍ چاودنې د قربانيانو کورنۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د لويې څارنوالۍ مخې ته را غونډې شوې وې او د دې پېښې قربانيانو د روښنايي غورځنګ له مشرانو يې شکايت وکړ.
د روښنايي غورځنګ زيانمنو شوو غړو کورنيو له خپلو مشرانو شکايت کې داسې ويلي، چې مشرانو يې دوی په لاريون کې له امنيتي خطرونو نه وو، خبر کړي؛ په داسې حال کې چې د دې غورځنګ مشرانو ته له وړاندې د خطر خبر ورکړل شوی و.
دوی وايي، ددې جنبش مشرانو، احمد بهزاد، محمدعارف رحماني، داود ناجي او نورو چې د دې غورځنګ د وژل شويو لاريون کوونکو کورنيو ته په بهر کې مرستې راټولې شوې وې، نه دي ورکړي.
د دې کورنيو يو غړی وايي، چې د پېښې قربانيانو ته راټولې شوې مرستې يې مشرانو خپلو جېبونو کې اچولې دي.
د روښنايي غورځنګ لاريونونه د تېر کال په اسد مياشت کې دهمزنګو څلور لاره کې ترسره شول، چې ځانمرګي بريد په کې د لاريون کوونکو سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله، چې د دې بريد مسووليت داعشيانو پر غاړه واخيسته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA