ads

د افغانستان د كركټ نولس كلنو ځوانانو نيپال ته د ۱۴۱ منډو په توپير ماته ورکړه

د كركټ د نولس کلنو نړيوال جام ته د غوراوي پړاو يو ورځنيو سياليو کې نن افغانستان خپله درېيمه لوبه كې نيپال ته د ۱۴۱ منډو په توپير ماتې وركړه.

نویسنده: sarwan
29 چنګاښ 1396
د افغانستان د كركټ نولس كلنو ځوانانو نيپال ته د ۱۴۱ منډو په توپير ماته ورکړه

د كركټ د نولس کلنو نړيوال جام ته د غوراوي پړاو يو ورځنيو سياليو کې نن افغانستان خپله درېيمه لوبه كې نيپال ته د ۱۴۱ منډو په توپير ماتې وركړه.
د نننۍ لوبې پچه نيپال وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ۴۹ عشاريه ۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو نيپال لوبډلې ته ۱۹۱ هدف وټاکه.
خو نيپال لوبډلې ياد هدف پوره نه شو کړی او ټوله لوبډله يې په ۴۹ منډو وسوځېده او لوبه د افغان نولس کلنو ځوانانو په بريا پای ته ورسېده.
د افغان توپ وهونکو له لوري، په دې لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهيم ځدراڼ ۴۳ او نويد عبيد ۳۳ منډې جوړې کړې.
خو په توپ اچونه کې بيا د افغان ځوانانو له لوري ۴ نوين الحق او څلور نيپالي لوبغاړي مجيب ځاځي وسوځول.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه كې ماليزيا ته په اتو وېكټو ماتې وركړې وه او په دويمه لوبه کې يې کوربه هېواد سينګاپور ته هم ماتې ورکړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA