ads

اروزګانيانو د افغانستان د اوبو په اړه د ايران د جمهور رييس څرکندونې وغندلې

د اروزګان سلګونه کسانو د چهار شنبې په ورځ په يوه پراخه جوړه شوې غونډه کې د ايران پر جمهور رييس نيوکې وکړې او ويې ويل، چې د افغانستان په تړاو يې بې مسووليته او بې ځايه څرګندونې کړي، چې دا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.

نویسنده: sarwan
29 چنګاښ 1396

په دې غونډه کې د اروزګان والي محمد نذير خروټي هم د جمهور رييس محمد اشرف غني هغه هڅې وستايلې چې د اوبو په مهارولو او يو شمېر نورو بنسټيزو پروژو په پلي کولو کې يې پيل کړې دي. نوموړي زياته کړه، چې موږ پر چا اوبه نه بندوو، خو له خپل حقه هم نه تېرېږو.
په غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو هم د خپلو خبرو پر مهال د ملي يووالي حکومت څخه په کلکه ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی او بايد اوبه يې پرې نه ښودل شي چې نورو هېوادونو ته وبهېږي بلکې مهار شي او شاړې ځمکې پرې ابادې شي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان کي اوس مهال په ټولو برخو کې يوازې له ۲۵ سلنې اوبو ګټه پورته کېږي او پاته ۷۵ سلنه يې نورو هېوادونو ته پرته له کوم ټکس څخه بهېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اوبو په تړاو د ايران د جمهور رييس ورستۍ څرګندونې طالبانو هم غندلې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA