ads

چارواکي: له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت کندهار کې ژمنه شوي امکانات نه راکوي

د کندهار سیمه يیز چارواکي وایي، چې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت هغه ژمنه شوي امکانات نه ورکوي، چي د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د مخنیوي لپاره یې وکاروي.

نویسنده: sarwan
28 چنګاښ 1396
چارواکي: له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت کندهار کې ژمنه شوي امکانات نه راکوي

د کندهار سیمه يیز چارواکي وایي، چې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت هغه ژمنه شوي امکانات نه ورکوي، چي د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د مخنیوي لپاره یې وکاروي.
دا څرګندونې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د نشه یي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
هغه وویل، چې یاد وزارت دې امکانات ورکړي تر څو د نشه یي توکو مخنیوی وکړي.
پر همدې مهال په کندهار کې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې ریيس ګل محمد شکران وویل، چې سږ کال په کندهار کې شاوخوا څلوېښت زره هېکټاره کوکنار کرل شوي، چې یوازې سل هېکټاره یې اړول شوي دي.
هغه د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د وزیرې په حواله د کندهار له ولایتي ادارې مننه وکړه، چې د نشه یي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې تر خپل توانه پورې کار کړی دی.
باید وویل شي، چې تېر کال په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې د کوکنارو د کر کچه تر مخکې کلونو څو برابره زیاته شوې وه، په داسې حال کې چې حکومت يې د مخنیوي په اړه بیا بیا خبرونه هم خپاره کړي دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA