ads

قزاقستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغان دولت سره همكارۍ ته چمتووالى وښود

د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزير بيبوت اتامکلوف وايي، هېواد يې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په لاره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره همکارۍ ته چمتو دى.

نویسنده: sarwan
28 چنګاښ 1396
قزاقستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغان دولت سره همكارۍ ته چمتووالى وښود

د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزير بيبوت اتامکلوف وايي، هېواد يې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په لاره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره همکارۍ ته چمتو دى.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په استانه كې د افغانستان د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د اتامکلوف له قوله راغلي، چې قزاقستان د افغانستان د سولې او امنيت لپاره د هر ډول سيمه ييزو او نړيوالو هلو ځلو ملاتړ کوي.
د هغه په وينا، د سيمې هېوادونو ته دا روښانه ده، چې د سيمې ثبات او پرمختګ د افغانستان له امنيت او ثبات سره تړلى دى.
بلخوا د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په دې ليدنه كې وويل، افغان ځواکونه د ترهګرو ډلو په ضد په صداقت مبارزه کوي او نه پرېږدې، چې ترهګر په افغانستان کې پراخ نفوذ وکړي او د سيمې لپاره تر دې هم په جدي ګواښ بدل شي.
نوموړي د تروريستي ډلو د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو پر تجهيز او روزنې ټينګار او د هوايي ځواکونو په برخه کې يې د قزاقستان د همکاريو غوښتنه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA