ads

د جوزجان پولیسو د وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک اکمالاتي موټر نيولی

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې له جګړه يیزو توکو ډک د طالبانو یو اکمالاتي موټر یې له یو کس سره نیولی دی.

نویسنده: sarwan
28 چنګاښ 1396
د جوزجان پولیسو د وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک اکمالاتي موټر نيولی
An Afghan policeman adjusts his weapon as he stands at the scene of a suicide attack on a Turkish diplomatic vehicle in front of the Iranian embassy in Kabul on February 26, 2015. A Taliban suicide attack targeting a Turkish diplomatic vehicle killed two people in Kabul, highlighting the fragile security situation as the Afghan government presses for peace talks with the militants.The blast came shortly after 8:00 am (0330 GMT), not far from the Iranian embassy. Police said the dead included a Turkish national and an Afghan passer-by.Kabul police spokesman Hashmat Stanikzai gave details of the attack and death toll, saying the bomber was driving a Toyota Corolla when he targeted the Turkish vehicle. AFP PHOTO / Wakil KOHSAR (Photo credit should read WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images)

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې له جګړه يیزو توکو ډک د طالبانو یو اکمالاتي موټر یې له یو کس سره نیولی دی.
د جوزجان د والي ویاند رضاغفوري نن کلید ته وویل، چې په دغه هينو ډوله موټر کې ۱۰۰ راکټ او په زیاته اندازه نور جنګي توکي موجود وو.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه له مهماتو ډک موټر د کندوز له چهاردرې ولسوالۍ د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ ته د طالبانو د اکمالاتو په موخه لېږدول کېده، چې د جوزجان ولایت په ورودي کمربند کې د امنیتي ځواکونو له لوري ترپېژندولو وروسته ونیول شو.
غفوري وویل، چې د دغه موټر چلوونکی یې نیولی دی او په اړه یې لا څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان د امنیتي چارواکو په وینا، په ورستیو نظامي عملیاتو کې په دغه ولایت کې مخالف وسله وال سخت ځپل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA