د كركټ د نولس کلنو نړيوال جام ته د غوراوي پړاو يو ورځنيو سياليو کې به افغانستان خپله درېيمه لوبه سبا د نيپال په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبې په سينګاپور كې روانې دي او افغانستان خپله دوهمه لوبه پرون له كوربه هېواد څخه د اوو وېكټو په توپير وګټله.
د افغانستان د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې وړمه ورځ خپله لومړۍ لوبه كې ماليزيا ته په اتو وېكټو ماتې وركړې وه.
په دې سياليو كې د سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ