د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې ۲ داعشیان او ۵ طالب وسله وال تېره ورځ له خپلو وسلو سره دولت ته تسلیم شوي دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري نن کلید ته وویل، چې یاد کسان تېره ورځ ناوخته د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ اړوندو سیمو څخه له خپلو وسلو سره یوځای حکومت ته تسلیم شوي دي.
د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ترهګریزو فعالیتونو مخه ډب شوې او اوس طالب او داعش وسله وال له خپل ځایه نه شي خوځېدلی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د جوزجان درزاب او قوشتیپه ولسوالیو کې د داعشیانو د تحرکاتو څخه راپورونه ورکړل شوي وو.