ads

جمهور رئيس غني په صادروونكي هېواد د افغانستان پر بدلولو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې غواړي افغانستان په يو صادروونکي هېواد بدل کړي او په خبره يې، د جمهوري رياست د چارو اداره کې د سوداګرو لپاره د اسانتياوو په خاطر ځانګړى دفتر جوړوي.

نویسنده: sarwan
28 چنګاښ 1396
جمهور رئيس غني په صادروونكي هېواد د افغانستان پر بدلولو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې غواړي افغانستان په يو صادروونکي هېواد بدل کړي او په خبره يې، د جمهوري رياست د چارو اداره کې د سوداګرو لپاره د اسانتياوو په خاطر ځانګړى دفتر جوړوي.
جمهور رئيس غني تېر ماښام د ارګ د ملي توحيد په مرکز کې د ويډيويي کنفرانس له لارې د کندهار، بغلان، غزني، پروان، کندوز او ننګرهار ولايتونو له واليانو او نورو مسوولينو سره پر اقتصادي او سوداګريزو چارو خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دغه ويډيويي کنفرانس کې لومړى د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي د سوداګرو بېلابېلې كورنۍ او بهرنۍ ستونزې بيان كړې او د هغو د حل غوښتنه يې وكړه.
وروسته د هېواد جمهور رئيس وويل، د سوداګرو د مالونو د لېږد په برخه کې به اساسي ستونزه ازبکستان ته په نږدې راتلونکي سفر کې حل او دغه هېواد سره به په بېلابېلو برخو کې دوه اړخيز تړونونه لاسليک شي.
هغه څرګنده کړه، دولت د سوداګرۍ او صادراتو د پراختيا لپاره په شمال کې له حيرتان بندر څخه تر تورغونډۍ پورې کار کوي او په دغه مسير کې به د سوداګرو د اړتيا وړ تاسيسات جوړ شي.
جمهور رئيس غني د اخاذيو د ستونزو په اړه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA