ads

امريکا د ايران پر ۱۸ افرادو او بنسټونو نوي بنديزونه لګولي

امريكا پر ۱۸ افرادو او بنسټونو د ايران د باليسټيک توغنديو د پروګرام او د دې هېواد د ځينو نورو پوځي فعاليتونو د ملاتړ په تړاو نوي بنديزونه لګولي دي.

نویسنده: sarwan
28 چنګاښ 1396
امريکا د ايران پر ۱۸ افرادو او بنسټونو نوي بنديزونه لګولي

امريكا پر ۱۸ افرادو او بنسټونو د ايران د باليسټيک توغنديو د پروګرام او د دې هېواد د ځينو نورو پوځي فعاليتونو د ملاتړ په تړاو نوي بنديزونه لګولي دي.
د امريکا د خزانې وزارت د سې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه كې وويل، په خپلو بنديزونو کې يې ۱۸ هغه افراد او بنسټونه په نښه کړي، چې د ايران د غير قانوني فعاليتونو ملاتړ يې کاوه او نړيوالو جرمونو کې دخيل دي.
د امريکا د خزانې وزارت وايي، هغوى چې پرې بنديزونه لګېدلي، د وسلو په جوړولو، د چټکو بريدونو د وړو کښتيو په جوړولو او ترميمولو او ځينو نورو پوځي برخو کې يې د ايران د پوځ يا سپاه پاسداران ملاتړ کاوه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي، چې نوي بنديزونه د ايران د پرله پسې ګواښونو په غبرګون کې لګول شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د جمهور رئيس ټرمپ ادارې تاييد کړه، چې ايران د خپل اټومي پروګرام په اړه د نړۍ له شپږو پياوړو هېوادونو سره کړې د ۲۰۱۵ ميلادي کال هوكړه عملي کړې او د اټومي پروګرام له کبله به پرې لرې شوي بنديزونه همداسې نالګېدلي پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA