ads

افغان روبوټ جوړوونكو نجونو امريکا کې د سپينو زرو مډال وگاټه

په امريكا كې د روبوټونو نړيوالې سيالۍ كې د افغانستان د شپږو روبوټ جوړوونكو نجونو ډلې د سپينو زرو مډال وگاټه.
د سې شنبې په ورځ د امريکا په واشنگټن ډي سي ښار کې د روبوټونو سيالۍ كې افغان نجونو د زړورتيا په برخه کې د سپينو زرو مډال ترلاسه كړ.
يادې سيالۍ درې ورځې دوام وکړ او پرون پاى ته ورسېده.

نویسنده: sarwan
28 چنګاښ 1396

د روبوټونو په دې سيالۍ كې ۱۶۲ هېوادونو ګډون كړى و او د افغان زده كوونكو له لوري جوړ شوي روبوټ ۱۰۳م مقام خپل كړ.
په سيالۍ كې د اروپا ټيم لومړى، د پولنډ ټيم دوهم او د اسراييل ټيم درېيم نمبر راغلى، خو امريكايي ډلې ۱۵۵م ځاى خپل كړى دى.
د يادونې وړ ده، چې دغو شپږو افغان روبوټ جوړوونكو نجونو ته د روبوټونو په يادې نړيوالې سيالۍ كې د ګډون لپاره په كابل كې د امريكا سفارت ويزې ورنكړې او دوه وارې يې د دوى غوښتنه رد كړه،خو بالاخره د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له سپارښتنې وروسته متحدو ايالتونو ته د تگ اجازه ورکړل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA