ads

كندوز كې ۱۸ کسيزه وسله واله ډله نيول شوې

امنيتي چارواکي وايي، په کندوز ولايت کې يې د وسله والو يوه ۱۸ کسيزه ډله نيولې.
د کندوز ولايت امنيې قومندان جنرال عبدالحميد حميدي وايي، هغه ۱۸ کسيزه وسله واله ډله يې نيولې، چې د ښار دننه يې ملکي او نظامي وګړي وژل.

نویسنده: sarwan
27 چنګاښ 1396
كندوز كې ۱۸ کسيزه وسله واله ډله نيول شوې

امنيتي چارواکي وايي، په کندوز ولايت کې يې د وسله والو يوه ۱۸ کسيزه ډله نيولې.
د کندوز ولايت امنيې قومندان جنرال عبدالحميد حميدي وايي، هغه ۱۸ کسيزه وسله واله ډله يې نيولې، چې د ښار دننه يې ملکي او نظامي وګړي وژل.
امنيې قومندان وويل، چې نيول شوې وسله واله ډله په تفنګچو او کلاشينکوفو مجهزه وه، چې وخت نا وخت به يې د ښار دننه د ملکي او نظامي وګړو په وژنه لاس پورې کوه.
د کندوز ولايت د امنيې قومندان په وينا داسې ګمان هم کېږي، چې د يادې ډلې ۲ تنه په شمال ختيځ زون کې د حقاني شبکې مهم غړي هم وو، چې د لا ډېرو تحقيقاتو لپاره يې مرکز کابل ته لېږلي دي.
د يادونې وړ ده، چې نږدې څو اونۍ وړاندې د ښار دننه د ملکي او نظامي وګړو وژنو سخت زور اخيستی و. اوس به وليدل شي چې د يادو کسانو په نيولو سره به د ښار د امنيت په راوستلو کې څومره مثبت بدلون راشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA