ads

قزاقستان: كابل د استانې په بهرنۍ پاليسۍ کې د پام وړ ځاى لري

د قزاقستان د جمهور رئيس ځانګړى مرستيال او د ملي امنيت شورا سکرتر زوماکانوف ولاديمير زينولوويچ وايي، كابل د استانې په بهرنۍ پاليسۍ کې د پام وړ ځاى لري او په افغانستان کې يې سوله او ثبات د سيمې د پرمختګ لپاره جدي اړتيا وبلله.

نویسنده: sarwan
27 چنګاښ 1396

د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې نوموړي دا څرګندونې په استانه كې د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.
زوماکانوف په سيمه کې د نشه يي توكو قاچاق، سازمان شوي جرمونه او مذهبي بنسټ پالنه د ترهګرۍ د ودې او دوام اصلي عناصر ياد کړل.
هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د سيمه ييزې اجماع پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ او د سيمه ييزو ستونزو په وړاندې يې ګډې حل لارې مناسبې وبللې.
بلخوا د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په خپلو خبرو کې وويل، د افغان پلاوي د خبرو اصلي محور سوله او امنيت دى، چې د دې دواړو په ټينګښت کې اقتصادي همکارۍ مهم رول لري.
د هغه په وينا، ترهګرې ډلې په سيمه کې د نشه يي توكو د قاچاق له لارې پيسې لاس ته راوړي او د خپلو ترهګريزو هدفونو لپاره په همدې پيسو وسلې او مهمات اخلي.
اتمر په سيمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر مخنيوي ټينګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA