د بغلان چارواكي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د دې ولايت پر مركزي بغلان ولسوالۍ پراخ بريد پيل كړ، چې د امنيتي ځواكونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل كليد ته وويل، چې د بورې فابريكې په ګډون په ځينو سيمو كې طالبان په شا تمبول شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په دې جګړه كې، چې اوس هم دوام لري، طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي د امنيتي ځواكونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د حقمل په وينا، طالبانو غوښتل، چې مركزي بغلان ولسوالي ونيسي، خو هدف ته ونه رسېدل.
خو وسله وال طالبان وايي، چې د مركزي بغلان ولسوالۍ په جګړه كې يې يو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او د بورې فابريكې سيمه كې يې يوه امنيتي پوسته نيولې ده.