ads

جمهور رئيس غني: د کابل ښار د ناحيو د وضعيت ښه والي ته دې جدي پاملرنه وشي

جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابل د ټرافيک او ناحيو د وضعيت په اړه د پايتخت زون د انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ راپور واورېد او د اوسني وضعيت د ښه والي لپاره يې لازمې لارښوونې وکړې.

نویسنده: sarwan
27 چنګاښ 1396
جمهور رئيس غني: د کابل ښار د ناحيو د وضعيت ښه والي ته دې جدي پاملرنه وشي

جمهور رئيس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابل د ټرافيک او ناحيو د وضعيت په اړه د پايتخت زون د انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ راپور واورېد او د اوسني وضعيت د ښه والي لپاره يې لازمې لارښوونې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د هېواد جمهور رئيس د کابل ښاروالۍ ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د کابل ښار د ناحيو د وضعيت ښه والي ته جدي پاملرنه او اړوندو ادارو سره په همغږۍ په واټونو کې د ګڼې ګوڼې مخنيوى وکړي.
جمهور رئيس غني څرګنده کړه، د کابل د ټرافيک وضعيت د ښه والي په هدف بديلو لارو او واټونو ته اړتيا ده او په دې اړه بايد عملي اقدامات وشي.
د هېواد جمهور رئيس د پايتخت زون د انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ ته امر وكړ، چې د ښار او ناحيو د وضعې ښه والي او همدارنګه د کابل ټرافيک د تنظيم لپاره ژر تر ژره عملي طرحې ترتيب او وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA