په خيبر پښتونخوا کې د ځانمرګي بريد له كبله شپږو پاكستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جيو خصوصي ټلويزيون د خيبر پښتونخوا د ځايي چارواکو له قوله ويلي، دغه ځانمرګى بريد نن سهار د پېښور ښار په حيات اباد سيمه کې هغه مهال وشو، چې د پوځ يو زغره وال موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
امنيتي چارواکي وايي، چې په دې ځانمرګي بريد کې دوه پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
تراوسه د بريد مسووليت کومې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ