ads

غزني کې د مطالعې د فرهنګ دودولو په هدف یو ورځنی کمپيان ترسره شو

غزني کې د مطالعې د ترویج او مطالعې ته د ځوانانو د تشویق په موخه د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا یو ورځنی کمپاین ترسره او په لړ کې یې د ښوونځیو لسګونه زده کوونکو ته بېلابېل کتابونه په وړیا توګه ووېشل شول.

نویسنده: sarwan
26 چنګاښ 1396
غزني کې د مطالعې د فرهنګ دودولو په هدف یو ورځنی کمپيان ترسره شو

غزني کې د مطالعې د ترویج او مطالعې ته د ځوانانو د تشویق په موخه د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا یو ورځنی کمپاین ترسره او په لړ کې یې د ښوونځیو لسګونه زده کوونکو ته بېلابېل کتابونه په وړیا توګه ووېشل شول.
که څه هم په دې وروستیو کې علمي مرکزونو پراخوالی موندلی او د پخوا په پرتله زده کړو ته لاسرسی خورا اسانه شوی خو د مطالعې فرهنګ ورځ تر بلې د شاتګ په حال کې دی.
د غزني ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له همدې کبله دې ولایت کې مطالعې ته د ځوانانو د تشویق په موخه د کتابونو د ټولولو له کمپاین وروسته دا دی مطالعې ته د ځوانانو د تشویق په موخه هم کمپاین وکړ.
دغه کمپاین تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شو، چې په لړ کې یې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کتابونو د وېشلو تر څنګ د درېیو موټرو په وسیله د لوډسپیکرونو له لارې په ښار کې د مطالعې د ښېګڼو اړوند تبلیغات هم خپاره شول.
د غزني ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست مشر بشیر محمدي وایي، له دغه کمپاین څخه یې موخه مطالعې ته د ځوانانو را بلل دي او ډېر ژر به د غزني د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کې د دې ریاست اړوند مجهز کتابتونونه هم فعاله کړي، څو ځوانان وکولای شي د خپلې خوښې او ضرورت وړ کتابونو ته لاسرسی پیدا او د مطالعې فرهنګ وده وکړي.
هغه وویل:(( د مطالعې فرهنګ غزني کې کمرنګه شوی په دې سره مو وغوښتل دغه اړین فرهنګ بېرته را ژوندی او وده ورکړو. ولسوالیو کې مو عملا دې برخې ته کار کړی په مقر او خواجه عمري ولسوالیو کې مو دا څه موده مخکې کتابتونونه عملا جوړ او زرګونه ټوکه کتابونه مو د وزارت او فرهنګنیانو په مرسته په کې د ولسونو په اختیار کې ورکړي او په نږدې راتلونکي کې به په اندړو او جاغوري ولسوالیو کې هم زموږ دوه مجهز کتابتونونه فعاله شي.))
ښاغلي محمدي دغه راز له پانګه والو او فرهنګي فعالانو غوښتنه وکړه څو د کتابتونونو په جوړولو کې ورسره له خپل توان سره سم مرسته وکړي.
د غزني مرستیال والي محمد عارف واحدي د اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا مطالعې ته د ځوانانو د تشویق په موخه کمپاین اړین او غوره ګام وباله او په دې برخه کې یې د فرهنګي فعالانو او ځوانانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.(( هیله مې دا ده، چې فرهنګي او مدني فعالان د دغه کمپاین په پراخولو کې مرسته وکړي، څو دغه غږ ټولو لرې پرتو سیمو ته هم ورسېږي))
هاخوا غزني مېشت ځوانان هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه هڅه ستایي او ملاتړ یې کوي.
دوی وایي، حکومت باید زده کوونکو او محصلینو ته د مجهزو کتابتونونو پر جوړولو اقدام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA