ads

غزني: مشعل عملياتو کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي سرچیني د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په اړوندو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ګډو افغان ځواکونو لخوا د مشعل په نامه د پیل شویو عملیاتو په اوږدو کې ۲۴ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
26 چنګاښ 1396
غزني: مشعل عملياتو کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي سرچیني د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په اړوندو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ګډو افغان ځواکونو لخوا د مشعل په نامه د پیل شویو عملیاتو په اوږدو کې ۲۴ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېیمې پلې لېوا له مطبوعاتي دفتر څخه نن کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه د مشعل تر نامه لاندې د پیل شویو چاڼیزو پوځي عملیاتو په لړ کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د یادې ولسوالۍ اړوند عظمت تپه، زیارت تپه، بابکرخېل او سفروال سیمې د وسله والو له شتونه تصفیه شوې دي.
سرچینه لیکي، چې په دغو سیمو کې د رامنځته شویو نښتو په پایله کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه یې ټپیان شوي او د وسله والو اړوند ۳ عرادې موټر سایکلونه هم له منځه تللي دي.
د خبر پاڼې له قوله، دغه راز د وسله والو اړوند د پیکا ۸۰۰، د کلاشینکوف څه باندې ۱۰۰۰فیره مرمۍ او د کلاشینکوف ۸ عدده شاژورونه هم د امنیتي ځواکونو لا س ته ورغلي دي.
سرچینه لیکي، چې په دغو نښتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنیو څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د مشعل تر نامه لاندې عملیات وړمه ورځ پیل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA