د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله والو په خوګياڼو ولسوالۍ کې يو ديني عالم وژلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې نامعلومو وسله والو د خوګياڼو ولسوالۍ چمتلې سيمه کې ديني عالم اسدالله په ډزو وژلى او له سيمې تښتېدلي دي.
نوموړي زياته كړه، وژل شوي کس د ديني زده کړو ترڅنګ د طب برخه کې هم زده کړې کړې وې او د خپلې سيمې د جامع مسجد خطيب هم و.
د خوګياڼي په وينا، په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري پلټنې پيل شوي، ترڅو د دغه ديني عالم قاتلين پيدا كړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د ياد ديني عالم د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
له تېرو څو ورځو راهيسې په ننګرهار کې د هدفي وژنو دا څويمه پېښه ده، چې ښار ته په څو مترۍ او حتا ځينې په رڼا ورځ د ښار په زړه کې رامنځته شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ