د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د جلال اباد ښار اړوند د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله له ګڼ شمېر وسلو او نورو توکو سره یو ځای نیولې ده.
سرچینه وایي، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي يې دي، چې دوی به له دې وړاندې د جلال اباد ښار، ولسوالیو او له لویو لارو څخه خلک تښتول او د پیسو په مقابل کې به یې بېرته خوشې کول.
افغان ځواکونه د انسان تښتوونکو دا پنځه کسیزه ډله په داسې حال کې نیسي، چې په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار او ولسواليو ډېری اوسېدونکي د بد امنیتي وضعیت لیدونکي دي.