ads

امنيتي ځواكونو د هلمند د ناوې ولسوالۍ مركز بېرته ونيوه

امنيتي ځواكونو نن سهار له وسله والو طالبانو څخه د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ مركز بېرته ونيوه.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې او دېرش دقيقې امنيتي ځواکونه وتوانېدل، چې د ناوې ولسوالۍ مرکز او امنيه قومانداني تر خپلې ولكې لاندې راولي.

نویسنده: sarwan
26 چنګاښ 1396

هغه زياته كړه، د يادې ولسوالۍ لوېديځ لور ته چې كومې سيمې پاتې دي، هغه به هم ډېر ژر تر دولتي حاكميت لاندې راوستل شي.
د ځواک په خبره، په ناوې ولسوالۍ كې د پيل شوو عملياتو نن درېيمه ورځ ده او تراوسه په كې وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتي دي، خو كره شمېر يې په ډاګه نه كړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې ناوه ولسوالي نهه مياشتې وړاندې طالبانو د يوې لويې جګړې په مهال نيولې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA