په سينګاپور کې د نولس کلنو نړيوال جام ته د غوراوي پړاو يو ورځنيو سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن سهار د ماليزيا په وړاندې پيل كړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او ماليزيا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې دغو سياليو ته د چمتووالي په هدف هراړخيز تمرينونه ترسره كړل.
په دې سياليو كې د سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبېږي.
افغان لوبډله به خپله دوهمه يو ورځنۍ لوبه سبا د كوربه هېواد سينګاپور په وړاندې ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ