ads

اروزګان کې د لوبو۶ فډراسيونونه جوړ شول

د اروزګان د ورزشي امريت له لوري تېره ورځ شپږ فدراسيونونه جوړ او له كابله د ورغلي پلاوي په حضور كې د ټاكنو له لارې ورته استازي وټاكل شول.

نویسنده: sarwan
26 چنګاښ 1396
اروزګان کې د لوبو۶ فډراسيونونه جوړ شول

د اروزګان د ورزشي امريت له لوري تېره ورځ شپږ فدراسيونونه جوړ او له كابله د ورغلي پلاوي په حضور كې د ټاكنو له لارې ورته استازي وټاكل شول.
واليبال، بايسکل ځغلونه، ووشو، بدني ښکلا، شطرنج او ځغاسته هغه لوبې وې، چې په اروزګان کې به ترسره کېدلې، خو کومه رسمي بڼه يې نه لرله.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي پرون په ولايت مقام کې له لوبغاړو سره د يوې غونډې په مهال هغوى ورزش ته وهڅول او ويې ويل، چې ورزش يې روغتيا ته ګټه رسوي او له ناوړه کارونو يې راګرځوي.
د شپږو فدراسيونونو لپاره نوي ټاکل شوي مشران خوښي ښيي، چې د دوى لوبو رسمي بڼه غوره کړه او په وينا يې، له دې وروسته به هڅه وکړي، چې لا ډېر کسان دغو لوبو ته راجلب کړي.
دوى له يو شمېر ستونزو سر ټکوي او وايي، چې ملي سوداګر او دولت يې بايد غم وخوري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په اروزګان كې له ډېرو ستونزو او هلو ځلو وروسته يوازې د فوټبال فدراسيون جوړ او ورته مشر ټاكل شوى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA