ads

لغمان کې افغان امنيتي ځواكونو ۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

په لغمان ولايت کې د دوو بېلابېلو نښتو په مهال اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره ورځ ناوخته د لغمان ولايت د مرکز اړوند پل جوګي سيمه کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په مهال يې دوه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
25 چنګاښ 1396

سرچينه زياتوي، د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم له وسله والو طالبانو سره د نښتې په مهال يو طالب وسله وال وژل شوى دى.
د سرچينې په خبره، امنيتي ځواكونو په دې دواړو نښتو کې درې عرادې موټر سايکلونه نيولي دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، په دغو نښتو کې افغان ځواکونو او ځايي اوسېدونكو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA