د فراه ولایت سيمه ییز چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هاوان مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال توغول شوې او په یوه کور لګېدلې، چې په پایله کې يې یوه ښځه وژل شوې او د یادې کورنۍ څلور نور غړي ټپيان شوي.
خبرپاڼه کاږي، چې دا پېښه تېره شپه د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې د دې ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ اړوند د ګنچ اباد په کلي رامنځته شوې.
د خبر پاڼې له مخې، په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته زيان اوښتی، خو کره شمېره يې نه ده په ګوته شوې.
د خبرپاڼې له مخې په نښته کې امنیتي ځواکونو ته هېچ زیان نه دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ